اطلاعات روز: ارزګان او جوزجان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې په دوو جلا ترافیکي پیښو کې څلور تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
ارزګان کې د طالبانو امنیې قومندانۍ په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې پیښه پرون (سې شنبه، ۱۱ د تلې) له ماښام وروسته ۰۸:۰۰ بجې د دې ولایت د مرکز ترینکوټ د لومړۍ حوزه اړوند قندهار اډې ته څیرنه رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه ترافیکي پیښه د یو موټر او موټرسایکل ترمنځ شوې چې له امله یې دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې ژوبل کسان د طالب پولیسو لخوا د ترینکوټ ولایتي روغتون ته انتقال شوي او روغتیايی وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
دغه راز جوزجان کې هم د طالبانو پولیس وایي، چې د بلخ-جوزجان پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او يو بل ټپي شوی دی.
د جوزجان ولايت د فيض اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیې قوماندان کفايت الله صداقت وایي، دا پېښه تېره ورځ شاوخوا ۰۷:۰۰ بجې د يادې ولسوالۍ په «ګرجک» سيمه کې رامنځته شوې.
د هغه په خبره، يو سراچه ډوله موټر، چې له جوزجان څخه د بلخ پر لور روان و، له يوه تراکتور سره ټکر کړی چې له امله یې د سراچې دوه مسافر مړه او يو بل ټپي شوى دى.
د یادو دواړو ترافیکو پیښو لامل د موټر چلوونکو بې اختیاطي ښودل شوې ده.
د معیاري سړکونو نشتوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعات په هېواد کې د داسې پېښو د رامنځته کېدو اصلي لاملونه بلل کېږي.