د هرات زلزله کې د مړو شمېر تر ۲۰۰۰ واووښت

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وایي، چې د هرات په زلزله کې د مړو شمېر ۲۰۵۳ او د ټپیانو شمیر ۱۲۴۰ تنو ته رسېدلی دی.

نوموړي نن (يکشنبه، ۱۶ د تلې) پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، چې د تېرې ورځې په زلزله کې د ځاني تلفاتو ترڅنګ په ۱۳ کليو کې ۱۳۲۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

مجاهد زیاته کړې چې دغلته د ژغورنې ۱۰ ټیمونه استول شوي او ترڅنګ به یې خوراکي او غیر خوراکي توکي هم واستول شي.

تر دې وړاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه، چې د طالبانو تر مدیریت لاندې فعالیت کوي، ویلي و، چې هرات کې د زلزلې د قربانیانو شمېر تر ۴۰۰ پورته شوی دی.

د دغې ادارې په وینا، د خاورو لاندې د خلکو لټون او را ایستل دوام لري. ویل شوي چې د «کشکک»، «سیاه آب» او «سین جو» په ګډون یو شمېر کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د امریکا د زلزلې مرکز د معلوماتو له مخې، پرون د سهار په ۱۱:۱۱ بجو د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجې زلزله وشوه چې ژور والی یې په ځمکه کې ۱۴ کیلومټرو ته رسیده.

د نیم ساعت په اوږدو کې څو نورې زورورې زلزلې هم شوې دي.  د پرونۍ زلزلې وروسته وروستي ټکانونه د ۴.۹ او ۴.۸ درجې شدت سره د ځمکې څخه په ۹ او ۱۰ کیلومټرۍ کې په څو دقیقو کې ثبت شوي.

دغې زلزلې په فراه او بادغیس ولایتونو کې هم زیانونه اړولي دي، خو د زیانونو دقیق ارقام نه دي خپاره شوي.

تېرکال د افغانستان په پکتيکا او خوست ولايتونو کې خونړۍ زلزله وشوه او شاوخوا زر کسان پکې مړه شول.  دا په هیواد کې په وروستیو کلونو کې یوه تر ټولو خونړۍ زلزله وه.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه