اطلاعات روز: د ايران د دولت وياند علي بهادري جهرمي ويلي، چې دا هيواد د هغو کډوالو د پېژندلو لړۍ پېلوي چې په غير قانوني توګه ايران ته راغلي دي.
د ايران د دولت پر ایکس پاڼه په خپره شوې ويډيو کې جهرمي وايي، چې غير قانوني کډوال به خپلو هيوادونو ته ولېږل شي او قانوني کډوال هم تنظيم کېږي.
نوموړي ويلي، چې په افغانستان کې تر سياسي بدلون وروسته د دې هيواد زيات وګړي په «زياته کچه» ګاونډيو هيوادونو ته کډوال شوي دي.
جهرمي زياته کړې، چې ايراني دولت هڅه کړې چې راغلي مهاجر تنظيم کړي او د غير قانوني کډوالو د راتګ مخه یې نیولې ده.
د ده په وينا، د کډوالو زيات شمېر او ځينې نور لاملونه د دې سبب شوي چې زیات غير قانوني کډوال ايران ته راشي.
جهرمي زياته کړې، چې ايراني دولت د غير قانوني کډوالو د پېژندلو لړۍ پېل کړې او دا لړۍ په وروستيو مياشتو کې چټکه شوې.
د وروستيو ورځو پرمهال په ايران کې د افغان کډوالو شتون په دې هيواد کې له نيوکو سره مخ دی.
نیوکه کوونکي له ايرانه د افغان کډوالو شړل غواړي. همدا راز، د کډوالو د ځورونې په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.
په عين حال کې پاکستاني دولت هم د نوامبر تر لومړۍ نيټې د افغانستان «غير قانوني» کډوالو او پناه غوښتونکو ته وخت ورکړی چې هيواد پرېږدي، که ولاړ نه شي نو په جبري توګه به وشړل شي.
د بشري حقونو بنسټونو د پاکستاني دولت د دې تصميم په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
