اطلاعات روز: په خوست ولايت کې ځايي سرچينې وايي، د دغه ولايت د مرکز اړوند په «وچه خوړه» سيمه کې په يو کور کې دننه هغه فابريکه موندل شوې چې جعلي درمل به يې په کې جوړول.
د سرچينې په حواله چې دا فابريکه تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۹ د تلې) د طالبانو استخباراتو رياست له لوري کشف شوې او په کې له «چونې» د سر درد يا ominedolal ګولۍ جوړېدې او وروسته به د اصلي درملو په توګه د ښار په درملتونونو کې پلورل کېدې.
په دې تړاو د کوم چا د نيول کېدو څه نه دي ويل شوي او نه هم تر اوسه په ياد ولايت کې د طالبانو امنيتي او د روغتيا رياست مسوولينو څه ويلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې خوست ښار کې له کلونو راهيسې په ډيری درملتونونو کې خلک د بې کيفيته او له وخته د تېرو درملو له پلور شکايت کوي.