اطلاعات روز: د بغلان په ولایتي روغتون کې یوه سرچینه د دغه ولایت په مرکز کې د شیعه ګانو په جومات کې د نننۍ چاودنې د مرګ ژوبلې د زیاتوالي خبر ورکوي. د سرچينې په وينا، د مړو شمېر ٢١ او د ټپيانو شمېر ۴۰ تنو ته رسېدلى دى.
تر دې مخکې یوې بلې سرچینې د وژل شویو کسانو شمېر اووه او د ټپیانو شمېر ۱۸ تنه ښودلی وو او د تلفاتو د زیاتېدو احتمال یې څرګند کړی و.
نن (جمعه، ۲۱ د تلې) غرمه مهال د بغلان د مرکز پلخمري ښار د سیلو لومړي سړک ته څیرمه د شیعه ګانو «امام زمان» جومات کې د لمانځه پرمهال چاودنه وشوه.
د بغلان لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ هم د اوو تنو د وژل کیدو او ۱۵ نورو د ټپي کیدو پخلی کړی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (یوناما) په دې چاودنه کې د لمونځ کوونکو پر وژل کېدو او ټپیانو خواشیني ښودلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
دغه دفتر پر خپله ایکس پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، چې دوی د پیښې په اړه څیړنې کوي ترڅو په دې اړه حقایق معلوم کړي.
په بغلان کې د طالبانو سيمه ييزو چارواکو هم ويلي، چې د دې چاودنې په اړه پلټنې کوي. تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی څرګند شوی.
ولسي سرچینې دا چاودنه ځانمرګی برید ګڼي او وايي، چې ځانمرګي بریدګر د جومات په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
د دغه برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی.
تر دې وړاندې هم داعش ډلې د هزاره او شیعه ګانو په جوماتونو او غونډو د بریدونو مسوولیت منلی و.