ارزګان کې یو شمیر محصلینو د لیلیې نشتون له امله زده کړې پرې ایښي دي

اطلاعات روز: په ارزګان ولایت کې د لوړو زده کړو موسېسې محصلين شکايت کوي چې دغلته د ليلیې نشتون له امله دوی اړ شوي چې شخصي کورونه کرایه کړي او یو شمیر محصلین چې د لګښتونو پوره کولو وس نه لری زده کړې یې پرې ایښي دي.

محصلین غوښتنه کوي چې څومره ژر کیدای شي د طالبانو حکومت دې دوی ته لیلیه جوړه کړي ځکه په خبره یې چې دوی دومره توان نه لري چې د زده کړو په جریان کې هم کرایه ورکړي او هم نور لګښتونه پوره کړي.

عبدالبصير چې اصلي د وردکو ولایت اوسېدونکی دی اوس د ارزګان د لوړو زده کړو موسېسې د ښوونې او روزنې د بیولوژي څانګې محصل دی. دی وایي د خپلو زده کړو بشپړولو لپاره راغلی، خو لیلیه نه لري او په درې زره افغانۍ یې یو کور کرایه کړی دی.

نوموړی زیاتوي، د ده نور ملګري چې لګښتونه نه شي پوره کولی، خپلې زده کړې یې پرې اېښې او بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

هغه وویل: «موږ فکر کاوه چې دلته ليلیه شته، خو کله چې راغلو، ليلیه نه وه. اوس مو په بازار کې اطاقونه نيولي، تر ۴۰۰۰ افغانیو لګښت راځي، زموږ دومره وس نه کېږي.»

د همدې موسېسې یو شمیر نور محصلین هم ورته شکایت کوي او وایي، چې ډیری محصلین د لیلیې نشتون له امله د شپې تیرولو لپاره ځای نه لري او زده کړې یې خوشې کړې دي.

د دې موسېسې یو محصل جاويد تکل بیا داسې وایي: «دلته په ډيرو ستونزو سره په ګرمۍ او يخ کې خلک له ښار څخه په پښو پوهنتون ته راځي هرکال چې دلته څومره محصلين د کانکور له لاري کامیاب شوي بیرته زده کړې پريږدي ځکه دلته خپل لګښتونه نه شي پوره کولای.»

په همدې حال کې د ارزګان لپاره د طالبانو والي مولوي محمدعلي جان احمد وايي، په دغه ولايت کې د لوړو زده کړو موسېسې لپاره د نوې ودانۍ د چارو له پیلېدو سره به د محصلينو دغه ستونزه حل شي.

نوموړي وویل: «موږ غواړو چې دلته نوی تعمير جوړ کړو،که اړتيا وي چې په هغه کې زموږ د استادانو محصلينو ځان ته شعبې معلومي شي، که دویم ته اړتيا درلوده. دوهم باید ورته منظور شي، که يې درېيم ته اړتيا درلوده درېيم باید ورته منظور شي، چې موږ ټول پوهنتون په يوه ساحه کې سره راټول کړو.»

یاده دې وي چې ارزګان کې د لوړو زده کړو یاده موسېسه له تېرو ۱۳ کالو راهیسې فعاليت کوي چې دامهال په ۱۲ بېلابېلو څانګو کې تر زرو زيات محصلین پکې په زده کړو بوخت دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه