هلمند کې طالبان: په یوې وسله واله نښته کې دوه وسله وال «غله» ووژل شول

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ځایي مسوولین ادعا کوي، چې د دې ولایت په باباجي ولسوالۍ کې یې دوه وسله وال «غله» وژلي او یو بل یې ژوندی نیولی دی.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريیس حافظ راشد هلمندی وايي، چې  پيښه نن (شنبه، ۲۹ د تلې) سهار وختي د باباجي ولسوالۍ اړوند د هرات پر عمومي سړک رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، دغه کسان په یاده سیمه کې د غلا په موخه راوتلي وو، چې د طالبانو امنیتي کسانو سره د نښتې په ترڅ کې یې دوه تنه وژل شوي او یو یې ژوندی نیول شوی دی.

د راشد په وينا، چې د يادو کسانو سره يو موټر او وسلې هم نيول شوي دي.

د طالبانو د ياد مسوول په وينا چې دوی باور لري چې په سيمه کې د يادو کسانو نور ملګري هم شتون لري او دوی په همدې موخه په سیمه کې عملیات روان کړي دي.

تراوسه د یادو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی او نه هم خپلواکو سرچینو په دې اړه څه ویلي دي.

جنایي جرمونه لکه قتل او غلا اوس هم یوه جدي امنیتي ننګونه ده، که څه هم طالبان ادعا کوي چې هیواد کې یې سرتاسري امنیت تامین کړی دی.