خوست کې د هغو درملتونونو د بندېدو لړۍ پېل شوه، چې قانوني جواز نه لري

اطلاعات روز: په خوست ولايت کې د طالبانو د نرخونو کنټرول او اصنافو تنظيم لپاره ټاکل شوي کميسيون د هغو درملتونونو د بندېدو لړۍ پېل کړې، چې قانوني جواز نه لري او يا هم په خلکو له ټاکل شويو نرخونو پورته درمل پلوري.

د خوست ولايت لپاره د طالبانو ښاروالۍ رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په لومړي اقدام کې یې تېره ورځ (چهارشنبه، ۳ د لړم) څلور هغه درملتونونه وتړل چې د کميسيون له لوري یې په سپارل شويو لارښوونو عمل نه و کړی.

په خبرپانه کې همدا راز راغلي چې ياد کميسيون له روغتياپالانو غوښتنه کړې چې له شفري نسخو ډډه وکړي، تر څو ناروغ لرونکي د خپل خوښې درملتون څخه درمل وپيري.

په همدې حال کې بيا د خوست ښاریان هم له دې پېل شوي اقدام خوښ دي، خو ټينګار کوي چې ياده کړنه دې له توپيري چلند پرته ترسره شي او د دوی په وينا ټولې هغه دواخانې چې قانوني جواز نه لري او يا هم د غير مسلکي کسانو له لوري پرمخ وړل کيږي په کلکه دې مخنيوی وشي. 

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې په خوست ښار کې د بې کيفيته درملو او د درملو له لوړو بيو د خلکو شکايتونه په بېساري ډول زيات شوي دي.

هېره دې نه وي چې څو ورځې وړاندې په خوست ښار کې د درملو هغه کارخونه ونيول شوه، چې له چونې به يې جعلي درمل جوړول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه