اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو ځايي مسوولين خبر ورکوي، چې د دې ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پیښې له امله یو کس مړ او بل ټپي شوی دی.
په دې ولايت کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند بلال ارزګانی وايي، چې پيښه تېره ورځ (سې شنبه، ۹ د لړم) د دهراوود ولسوالۍ اړوند «زرتالې» سيمه کې شوې ده.
نوموړی زیاتوي، ياده ترافيکي پيښه د دوه موټرسايکلو د ټکر له امله رامنځته شوې چې پرمهال یې یو کس مړ او بل ټپي شوی دی.
دی وایي، طالب پولیسو ټپي کس روغتون ته رسولی، خو د روغتیایي وضعیت او د یادو کسانو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.
هیواد کې د ډیری ترافیکي پیښو ستر لاملونه بې احتیاطي، خراب سړکونه او د ترافیکي اصولو نه مراعت بلل کېږي.