ملا برادر په تهران کې: افغانستان به د خپل هيڅ ګاونډي لپاره ګواښ نه وي

Photo: IRNA

اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر د ايران د ملي امنيت د شورا له عمومي منشي علي اکبر احمديان سره په ليدنه کې ويلي، چې افغانستان به د خپل هيڅ ګاونډي لپاره ګواښ نه وي.

د ايران-ايرنا د دولتي خبري خبري اژانس له راپور سره سم، دا ليدنه چې د يکشنبې (۱۴ د لړم) په مازديګر شوې، د امنيتي او اقتصادي مسايلو، وروستيو سيمه‌ييزو بدلونونو او غزې د وضعيت په اړه پکې خبرې شوې دي.

د ايرنا په وينا، احمديان ويلي چې د ايران اسلامي جمهوريت د افغانستان د خپلواکۍ، ټيکاو، امنيت او پرمختګ ملاتړ کوي.

د ايران د ملي امنيت د عالي شورا منشي په سوداګريزو او صنعتي چارو، حمل و نقل او کرنه کې پر همکارۍ او د دې هيواد د حقابې پر تأمينېدو ټينګار کړی دی.

احمديان د غزې وضعيت ته په اشارې، له فلسطين او غزې څخه د افغانستان ملاتړ ستايلی دی.

د ايرنا له وينا سره سم، عبدالغني برادر په دې ليدنه کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو پر پراختيا، په ځانګړې توګه د د ټرانزيټ حوزې پر فعالولو، چابهار بندر او د هوايي ترانسپورټ په برخه کې پر همکارۍ ټينګار کړی دی.

ده د دواړو هيوادونو ترمنځ د تړونونو پلي کولو ته په ځانګړې توګه په اوبيزه حوزه کې د طالبانو ژمنتيا ښودلې، د پولو اقتصادي کول او په دې تړاو ګډه پانګونه يې د دواړو هيوادونو په ګټه ګڼلې ده.

ايرنا ليکلي، چې عبدالغني برادر «له تروريزم سره په مبارزه کې د افغانستان ارادې ته په اشارې او د پولو د امنيت په اړه د ډاډ په ورکولو سره ويلي، چې افغانستان به د خپل هيڅ ګاونډي لپاره ګواښ نه وي».

ده له ايرانه مننه کړې چې د افغانستان د کډوالو کوربتوب يې کړی دی.

د طالبانو د رییس الوزرا  د اقتصادي مرستيالۍ دفتر د عبدالغني برادر له خولې ويلي، چې ايران د افغانستان د کډوالو په تړاو «اسلاميت، انسانيت، ګاونډيتوب او د کډوالو حقونه په رسميت پېژني».

ايران او پاکستان له څو لسيزو راهيسې د ميليونونو افغان کډوالو کوربتوب کوي.

پاکستان په دې وروستيو کې د بې اسناده کډوالو ايستل پېل کړي دي. په دې ورځو کې په زرګونو تنه اړ کېږي چې افغانستان ته ستانه شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه