لوګر کې يو پانګوال په شخصي لګښت يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه

اطلاعات روز: د لوګر ولايت مرکز اړوند په هارون خېلو سيمه کې د يو افغان پانګوال له لوري په شخصي لګښت د ۳۵ زره امریکايي ډالرو په ارزښت يو ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د دغه ولايت لپاره د طالبانو د پوهنې رياست مسوولين وايي، دغه ودانۍ د «بي بي عادلې» په نوم ښوونځي ته د همايون بهادر  نومي شخص له خوا جوړه شوه، چې په وينا يې ۸ درسي خونې، يوه اداره، په لمريزې برښنا سمبال څاه، دفتر وسايل او نور اړين توکي ورته پېرل شوي دي.

دوی زياته کړې چې په دغه ښوونځي کې د نجونو په ګډون ۴۵۰ زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپيريال برابر شوی، کوم چې له دې وړاندې يې په خېمو کې زده کړې کولې.

له دې څو ورځې وړاندې هم په دغه ولايت کې د محمد اکبر په نوم يو ځوان په ۲.۴ ميليونه افغانيو يو ښوونيز مرکز ته ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.