اطلاعات روز: په هلمند ولايت کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، په دې ولايت کې د يوه روغتون رغنیزې چارې پېل او درې روغتیایي مرکزونه تر جوړیدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د هلمند د عامې روغتيا ریاست لپاره د طالبانو رییس ډاکټر سيداحمد سعید وایي، پرون (سې شنبه، ۳۴ د لړم) د دې ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د بیړنیو ناروغانو لپاره د یوه روغتون د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
نوموړی زیاتوي، چې پر ټاکل شوې بودیحه به یاد روغتون ته یوه درې پوړیزه ودانۍ جوړه شي او ترڅنګه به یې د روغتون لپاره درمل، امبولانس، پرسونل او ځینې نور تجهیزات برابر شي.
نوموړي وویل، چي د یاد روغتون ټول لګښت د عامې روغتیا وزارت ورکوي، چي چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
سعيدي دغه راز وایي، چې د هلمند ولايت په نادعلي، نوزاد او ديشو ولسواليو کې بیا درې بابه بشپړ روغتیایي مرکزونه او یو باب فرعي روغتیایي مرکز د ۱۲۷ زره امريکايي ډالرو په ارزښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
هغه زیاته کړه، چې ياد روغتيايي مرکزونه د افغان روغتيایي او پرمختیایي موسېسې په مالي لګښت جوړ شوي دي.
د هلمند د عامې روغتیا رییس وویل، چي دغه روغتیایي مرکزونه د کانټینرونو په وسیله د یادو ولسوالیو په سپینو ساحو کي جوړ شوي چی مجهز اطاقونه، د اوبو او لمریزې بریښنا په سهولتونو سمبال دي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د هلمند اوسيدونکو غوښتنې کولې چې په دې ولايت کې دې روغتيايي مرکزونه جوړ شي.