مالیې وزارت

مالیې وزارت: د ښوونکو او مامورینو معاش لوړیږي، ولسي جرګه دې بودجه تصویب کړي

اطلاعات روز: د مالیې وزارت چارسمبالی خالد پاینده وایي، د پارلمان په غوښتنه یې د ښوونکو او ټیټ پوړو مامورینو په معاشاتو کې ډېروالی راولي او ولسي جرګه دې بودجه تصویب کړي.

سرپرست وزیر خالد پاینده چې نن (پنج شنبه، ۲۳ د سلواغې) د حکومت رسنیو مرکز کې ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې خبرې کولې وویل، چې د همدې معاشاتو لوړولو لپاره یې هغه کوډ ته چې د دوی معاشونه ترې ورکول کیږي، ۱.۷ میلیارده افغانۍ ورزیاتې کړې دي.

ښاغلي پاینده خبرداری ورکړ چې د بودجې ځنډول د هېواد پر ملي اقتصاد ناوړه اغېز پرېباسي او دا به د دې لامل شي چې نړیوالې ټولنې او د افغانستان مرستندویه هېوادونو ته د افغانستان کړې ژمنې پر وخت عملي نه شي.

مالیې سرپرست وزیر زیاته کړه، چې د بودجې ځنډول دغه راز د دې لامل کیږي چې راتلونکي کال کې پرمختیایي پروژې پر وخت بشپړې نه شي او همدارنګه بې وزلي به ورسره زیاته شي. له همدې امله دغه وزارت له ولسي جرګې وغوښتل چې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه ژر تصویب کړي.