په هلمند کې اوبو ته د موټر د لوېدو له امله شپږ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: په هلمند ولايت کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي چې د دې ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې يو «ويټز» ډوله موټر اوبو ته لوېدلی او شپږ تنه پکې مړه شوي دي.

د هلمند ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رياست مرستيال محمد قاسم ر‎ياض وايي چې پېښه نن (دوشنبه، ۲۹ د لړم) بغرا ويالې ته د موټر د لوېدو له امله رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وينا، په موټر کې د يوې کورنۍ دوې ښځې، يو نارينه او درې ماشومان سپاره وو چې ټول مړه شوي.

ښاغلي رياض زياته کړې، موټر چلوونکی په ژوبل حالت کې ژغورل شوی.

ده ويلي چې جسدونه له اوبو څخه راايستل شوي دي.

ويل کېږي چې اکثريت وخت د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او خرابو لارو له امله داسې پېښي را منځته کېږي.