لوګر کې يو ځوان په شخصي لګښت يو ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه

اطلاعات روز: په لوګر کې د طالبانو د پوهنې رياست مسوولين وايي، چې په دې ولایت کې د محمد اکبر اتل په نوم يو ځوان د نږدې يو ميليون افغانيو په شخصي لګښت يو ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړې ده.

د دې ولایت د پوهنې رياست څخه نن (دوشنبه، ۶ د لیندۍ) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ودانۍ د مرکز پل عالم اړوند بيدک په سيمه کې د بيدک لومړني ښوونځي لپاره جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

دوی زياته کړې چې د دې ودانۍ لپاره ځايي خلکو خپله دوه جريبه ځمکه هم په وړيا ډول ورکړې، چې څلور ټولګي، اداري خونه او نور اړين وسايل هم ورته اخيستل شوي دي.

په دغه ښوونځي کې د نجونو په ګډون په يو وخت ۲۰۰ زده کوونکي زده کړې کولای شي.

ياد ځوان له دې وړاندې هم په دغه ولايت کې يو بل ښوونيز مرکز ته په ۲.۴ ميليونه افغانيو ودانۍ جوړه کړې او ۴۰۰ زده کوونکو ته په کې د زده کړو زمينه برابره شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته