د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خوست کې لسګونه بې روزګاره ځوانانو ته د موبايل جوړونې پروګرام پيل کړی

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له لوري په خوست ولايت کې لسګونه ځوانانو ته د نورو حرفوي زده کړو تر څنګ د موبايلونو د ترميم پروګرام پيل شوی او اوس مهال ګڼ ځوانان د موبايل جوړونې په مسلک کې بوخت دي.

يادې ادارې نن (سې‌شنبه، ۷ د ليندۍ) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، UNHCR او افغان ځواکمنتيا ټولنه يا ACHRO له خوستي ځوانانو سره د بې روزګارۍ په له منځه وړلو کې مرسته کوي او هڅه کوي چې د حرفوي زده کړو زمينه ورته برابره کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د موبايل د ترميم پروګرام د خوست د مرکز په اړوند سيمه «قلموال مېنه» کې پيل شوی او ګڼو ځوانانو ته پکې اړوند وسايل هم ورکړل شوي دي.

د خوست اوسېدونکي دا پروګرام مهم بولي او د شته بې روزګارۍ د له منځه وړلو لپاره يې پر دوام ټينګار کوي.

په خوست ولايت کې د بې روزګارۍ کچه د نورو کلونو په پرتله په بېساري ډول لوړه شوې او ګڼ هغه ځوانان چې په تېر جمهوري نظام کې يې په دولتي موقفونو او نورو ادارو کې دندې ترسره کولې اوس بې روزګاره شوي.

د تېرو دوو کلونو پر مهال له خوست څخه ګڼ شمېر ځوانان د روزګار موندنې په موخه اروپايي او نورو هيوادونو ته په قانوني او يا هم نا قانونه لارو تللي او دا لړۍ لاهم روانه ده.