اطلاعات روز: د ايران د کورنيو چارو وزير احمد وحيدي ويلي، چې طالبان بايد په افغانستان کې دننه داسې شرايط او چاپېريال برابر کړي چې کډوال وکولای شي خپلو کورونو او مېنو ته ستانه شي.
نوموړي ورته مهال زياته کړې، چې طالبانو د کډوالو ستنېدو ته د شرايطو برابرولو لپاره د فرصت غوښتنه کړې ده.
وحيدي دا څرګندونې د ايران له مهر خبري اژانس سره د خبرو پر مهال کړې دي.
ده ويلي، چې له ترلاسه شويو شمېرو سره سم، اوس مهال په ايران کې شاوخوا پنځه ميليونه افغانان دي.
د وحيدي په خبره، کوم کډوال چې په ايران کې د اوسېدو اسناد نه لري بايد ستانه شي، خو کوم وګړي چې اسناد لري، کولای شي د کار، د اقتصادي فعاليت او يا هم پانګونې جواز ترلاسه کړي.
ده زياته کړې چې د اسناد لرونکو کډوالو ته د «شناسه یکتا» په نوم سند ورکول کېږي چې پر همدې اساس پېژندل کېږي.
وحيدي ويلي: «د کډوالو د ځای پر ځای کولو په طرح کې له شته اړتيا سره سم اقدام کېږي. د بېلګې په توګه، چيرته چې کاري ځواک ته اړتيا وي، کوم کډوال چې دا تشه ډکولای شي، هغوی ته به د فعاليت اجازه ورکول کېږي.»
ايران له کلونو راهيسې د پاکستان تر څنګ د افغان کډوالو کوربتوب کوي چې ډېری يې اسناد نه لري. په ايران کې د افغان کډوالو شمېر د طالبانو تر واکمنېدو وروسته زيات شوی دی.
پاکستان تېره مېاشت د افغانستان د ۱.۷ ميليونه وګړو په ګډون «غير قانوني» کډوالو ته وروستۍ نېټه وټاکله چې دا هيواد پرېږدي.
تر اوسه سلګونه زره افغانان له پاکستانه افغانستان ته شړل شوي دي.
