د امريکا له لوري د طالبانو پر دوو چارواکو بنديز او د طالبانو غبرګون

اطلاعات روز: د امريکا د خزانې وزارت د طالبانو د امر بالمعروف پر سرپرست وزير خالد حنفي او د دې ډلې د علومو اکاډمۍ پر رييس فريد الدين محمود د «بشري حقونو» د جدي نقض او ښځو د «ځپنې» له کبله بنديز لګولی دی.

دې وزارت د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې د پنځه اويايمې کليزې په مناسبت په نهو هيوادونو کې پر ۲۰ تنو د بشري حقونو د نقض له کبله بنديزونه لګولي دي.

په دې لړليک کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د سرپرست او د دې ډلې د علومو اکاډمۍ د رييس نومونه هم شته دي.

امريکا ويلي، چې د طالبانو د دې دوو چارواکو چلند د افغانستان د ښځو حقونه سلب کړي او هغوی يې د زده کړو له دوام څخه بې برخې کړې دي.

د امريکا د خزانې وزارت په اعلاميه کې د حنفي په اړه ويل شوي چې دی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزير په توګه کار کوي او د دې وزارت چارواکو د وژنې، انسان تښتونې، دُرو وهنې او ښکنځلو په ګډون د بشري حقونو په نقض کې ګډون کړی دی.

همدا راز په دې اعلاميه کې راغلي چې محمود د طالبانو د کابينې هغه غړی دی چې تر شپږم ټولګي د پورته نجونو پر وړاندې يې د زدکړييزو مرکزونو او ښوونځيو د تړلو پرېکړه کړې.

په عين حال کې د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شاژدافيرې کرن ډیکر ويلي، چې متحده ايالات د طالبانو دا دوه چارواکي له خپلو حقونو د افغان ښځو د محرومولو په خاطر ځواب ویلو ته اړ کوي.

کرن ډيکر پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، چې خالد حنفي او فريد الدين محمود په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو په «جدي» نقض کې شريک دي.

ډيکر ويلي: «موږ دوی له دې امله ځواب ویلو ته اړ کوو چې د افغانستان نيم نفوس يې له خپلو حقونو بې برخې کړی دی.»

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري هم ويلي، چې د ښځو او نجونو پر خلاف د طالبانو تبعيضي احکام «په نړۍ کې د بشري حقونو د نقض بدترين موارد دي».

نوموړې د طالبانو پر دوو چارواکو بنديز ته په اشارې ويلي: «موږ بايد د هغو خلکو پوښتلو ته دوام ورکړو چې د افغانستان د ښځو او نجونو په ځپلو کې لاس لري.»

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې ډلې پر دوو غړو بنديز غندلی او ويلي يې دي چې د فشار راوستل او بنديز د هيڅ ستونزې حللار نه ده.

مجاهد پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، چې که څه هم امريکا «د داسې نابرياليو اقداماتو مخينه لري، بايد د خپلو ناکامو تجربو له تکراره ډډه وکړي».

د طالبانو وياند زياته کړې، چې امريکا د اسراييلو د ملاتړ له کبله د بشري حقونو «تر ټولو ستر ناقضوونکی» دی.

ده ويلي، چې نور د بشري حقونو په نقض تورنول او بيا پر هغوی بنديز لګول، د امريکا له اړخه «نه توجيه کېدونکي او غير منطقي دي».

امريکا تر دې وړاندې هم د طالبانو پر يو شمېر چارواکو بنديزونه لګولي دي.

اوس مهال د طالبانو ځينې غړي د ملګرو ملتونو د سفر د بنديز په لړليک کې دي.