د پکتيا څمکنيو ولسوالۍ کې د قومي شخړې پر مهال اته کسان ټپيان شوي

اطلاعات روز: د پکتيا ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې ځايي سرچينې وايي، په دغه ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې په سر د شخړې له امله ۸ کسان ټپيان شوي دي.

سرچينه زياتوي چې دغه شخړه تېره ورځ (دوشنبه، ۲۰ د لیندۍ) د څمکنيو او مقبلو قومونو ترمنځ رامنځته شوې او د دوی په وينا چې په يوه سيمه له تېرو څو کلونو راهيسې ياد جنجال دوام درلوده چې پرون يې د ويش په سر شخړه شوې او ټپيان د څمکنيو قوم لورته شوي دي.

که څه هم ټولنيزو رسنيو کې ويل شوي چې د دغې شخړې د خلاصون پر مهال ځايي طالبانو ډزې کړي او دغه ځاني زيان يې رسولی، خو د څمکنيو ولسوالۍ لپاره د طالبانو مسوولينو ياده ادعا رد کړې او سيمه ييزو رسنيو ته يې ويلي چې دوی يوازې د شخړې هواري لپاره ورغلي وو.

طالب مسوولينو زياته کړې چې د پېښې څېړنې لپاره يې له دواړو غاړو ځينې کسان نيولي او تر پوښتنو لاندې دي.

د معلوماتو پر اساس چې په ټپيانو کې د دوو روغتيايي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

په لويه پکتيا کې ډېر کله د ځمکو، غرونو او اوبو په سر دا ډول قومي او کليوالي شخړې رامنځته کيږي چې ښکېلو غاړو ته په کې مرګ ژوبله هم اوړي او وروسته بيا د قومي مخورو په منځګړيتوب د مرکو او جرګو له لارې حل کيږي.