د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د هند پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
کرېکټ بورډ نن (دوشنبه، ٢ د وږي) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې سیالیو کې به د افغان لوبډلې لوبډلمشري ابراهیم ځدراڼ کوي.
په ورته وخت، چټک توپاچوونکی نوینالحق هم له اوږده ځنډ وروسته بېرته ملي لوبډلې سره یو ځای شوی دی.
نوموړي د ښۍ اوږې د ټپ له امله له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان لپاره شل اووریزې لوبې نه دي کړي.
ټاکل شوې د افغانستان او هند ترمنځ دا سیالۍ د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۷مې پورې د هند په نوي ډیلي ښار کې د ارون جېټلي په لوبغالي کې ترسره شي.
