په لویدیځ کابل کې د یوې ناپېژندل شوې ناروغۍ خپرېدل؛ «روغتونونه او درملتونونه له ناروغانو ډک دي»

Oplus_131072

د کابل ښار په لویدیځ کې د دشت برچي سیمې سرچینې وايي، یوه ناپېژندل شوې ساري ناروغي چې د «مسمومیت» په څېر ده، د دې سیمې د اوسېدونکو ترمنځ خپره شوې او د پراخېدو په حال کې ده.

د سرچینو په وینا، دغه ناروغي له تېرې اوونۍ راهیسې د «قلعه نو» سیمې په «وليعصر ښارګوټي» او د «عرفاني ښارګوټي» په ځینو برخو کې خپره شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دې ناروغۍ لومړنۍ نښې نس ناستی، تبه او سر درد دي، خو وروسته نس ناستی په وینې لرونکي نس ناستي بدلېږي.

په لویدیځ کابل کې یوې سرچینې «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته په یوه پیغام کې ویلي چې روغتونونه او درملتونونه له ناروغانو ډک دي. د نوموړې سرچینې په وینا، ډېری ناروغان ماشومان او زاړه کسان دي.

سرچینې ویلي چې د هغه دوه واړه ماشومان او پلار یې هم په دې ناروغۍ اخته شوي، خو سره له دې چې بېلابېلو روغتیايي مرکزونو ته یې مراجعه کړې، لا هم درملنه شوي نه دي.

نوموړي ویلي چې خپل واړه ماشومان یې د درملنې لپاره د کابل اتاترک روغتون ته وړي وو، خو هلته ورته رسېدنه ونه شوه او بېرته یې کور ته راوستل.

هغه همداراز ویلي چې پرون (یک‌شنبه، د وږي لومړۍ نېټه)، په سیمه کې په جومات کې له اعلان وروسته، یو شمېر ناروغان د محمدعلي جناح روغتون ته ولېږدول شول؛ خو ناروغانو په دې روغتون کې ورته لګول شویو درملو حساسیت وښود او وروسته د کابل انتاني روغتون ته انتقال شول. د هغه په وینا، د ناروغانو شمېر شاوخوا ۲۰ نارینه او له ۲۰ تر ۳۰ ښځې وو.

د دې سرچینې په وینا، په انتاني روغتون کې هم ډاکټران یوازې ناروغانو ته سېروم لګوي او بل هېڅ درمل یې نه دي تجویز کړي.

هغه ویلي چې هېڅ ډاکټر دوی ته نه دي ویلي چې دا کومه ناروغي ده او څنګه باید درملنه یې وشي.

په لویدیځ کابل کې د یوه خصوصي روغتون یوه نرس هم ویلي چې تر اوسه د دې ناروغۍ لپاره کومه ځانګړې درملنه نه ده موندل شوې.

هغه ویلي: «ستونزه دا ده چې ناروغان هېڅ نه رغېږي. یعنې درمل اغېز نه کوي. هر څو ساعته وروسته ناروغ د نس په پیچش او کانګې اخته کېږي.»

د لویدیځ کابل یوې بلې سرچینې «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته ویلي چې د خصوصي ښوونځیو یو شمېر زده‌کوونکي هم په دې ناروغۍ اخته شوي دي. د هغه په وینا، ډېری ناروغان هغه کسان دي چې د ګرځنده ټانکرونو له خامو اوبو څخه استفاده کوي.

د سرچینې په وینا، په لویدیځ کابل کې د اوبو د شدید کمښت له امله، د وليعصر او عرفاني ښارګوټو ډېری کورنۍ له ګرځنده ټانکرونو څخه د څښاک اوبه اخلي او استفاده ترې کوي.

د طالبانو روغتیايي چارواکو تر اوسه په لویدیځ کابل کې د دې ناروغۍ د خپرېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي سیمه تر ډېره هزاره مېشته ده او د افغانستان د پلازمېنې له محرومو او لږ پرمختللو سیمو څخه ګڼل کېږي.

طالبانو تېر کال د محمدعلي جناح دولتي روغتون تجهیزات او تشکیلات له دې سیمې څخه د کابل ختیځ ته «ارزان‌قیمت» سیمې ته انتقال کړل.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته