امریکا له ۴۷ کلونو وروسته سوریه د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له نوملړ څخه وایسته.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ (۲ د وږي) پر اېکس د یوه پیغام په خپرولو سره اعلان وکړ چې نوم یې په رسمي ډول د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له نوملړ څخه ایستلی دی.
روبیو ویلي چې دغه اقدام سوریې ته د اقتصادي بیا رغونې او پرمختګ لپاره نوی فرصت برابروي.
هغه زیاته کړې چې دا اقدام به په سوریه کې د خصوصي پانګونې پر وړاندې وروستي ستر خنډونه له منځه یوسي او د دغه هېواد له اقتصادي بیا رغونې او له نړیوال اقتصاد سره د سوریې د بیا یوځای کېدو سره به مرسته وکړي.
د سوریې موقت حکومت د امریکا له دې اقدام څخه په تود هرکلي سره مننه کړې ده.
د سوریې د موقت حکومت ولسمشر احمد الشرع په یوه ویډیويي پیغام کې د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له نوملړ څخه د سوریې د نوم ایستل یوه تاریخي پرېکړه بللې او د دغه هېواد خلکو ته یې «مبارکي» ورکړې ده.
هغه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه مننه کړې او ویلي یې دي: «له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د دې تاریخي پرېکړې او له ټولو هغو وروڼو او ملګرو څخه مننه کوم چې د سوریې او سوریانو ترڅنګ ودرېدل.»
د سوریې د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني هم د دغه هېواد خلکو ته د سوریې د نوم د ایستل کېدو مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې سوریه د بشار اسد د رژیم د سیاستونو او کړنو له امله ۴۷ کاله په دغه نوملړ کې شامله وه.
هغه پر اېکس لیکلي: «دا ګام د هغه بدلون پایله ده چې د سوریې خلکو رامنځته کړ او د سولې او نړیوال امنیت، او همدارنګه له امریکا او د نړۍ له هېوادونو سره د همکارۍ او مشارکت لپاره د سوریې د نوي حکومت د ژمنتیا څرګندونه کوي.»
د سوریې د موقت حکومت د مرکزي بانک مشر صفوت رسلان هم د سوریې د نوم له ایستل کېدو هرکلی کړی او دا اقدام یې «تاریخي ګام» بللی چې سوریه به «په نړیوال اقتصادي نظام کې خپل طبیعي ځای» ته بېرته وګرځوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «نړیوالې ترهګرې ډلې» نوم هم له «هیئت تحریر الشام» څخه لرې کړی دی. دغه ډله مخکې د «جبهة النصره» په نوم پېژندل کېده او یوه مهال په سوریه کې د «القاعدې» څانګه وه.
هیئت تحریر الشام د بشار اسد د حکومت د نسکورولو عملیات رهبري کړل. خو احمد الشرع، چې د دې ډلې مشر و، واک ته له رسېدو وروسته یې دغه ډله منحل کړه او ویې ویل چې د هیئت تحریر الشام وسلهوال ځواکونه به په رسمي پوځي جوړښت کې مدغم شي.
د امریکا د خزانې وزارت هم د هیئت تحریر الشام اړوند بندیزونه کم کړي دي.
