د ارزګان په چهارچينو ولسوالۍ کې لسګونه هټۍ د بهرنيو اسعارو د کارونې په تور وتړل شوې

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، د دې ولايت په چهارچينو ولسوالۍ کې يې ۳۸ هغه هټۍ تړلي چې په بهرنیو اسعارو يې راکړه ورکړه کوله.

ارزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې یادې هټۍ نن (دوشنبه، ۲۷ د لیندۍ) د دې ولایت په چهارچينو ولسوالۍ کې د افغانيو د ترويج کميټې له لوري تړل شوې دي.

خبرپاڼه کې نه دي ويل شوي چې يادې هټۍ به تر کله تړلې وي، خو تردې وړاندې په دې ولایت کې په پاکستانۍ کالدارو راکړه ورکړه بنده شوې او طالبانو یې تور ګڼې هټۍ تړلي دي.

د هېواد په سویلي ولايتونو کې له تېرو څو مياشتو راهیسې طالبانو په جدي ډول د بهرنيو اسعارو پر راکړې ورکړې بنديز لګولی او اعلان يې کړی چې که څوک په بهرنيو اسعارو راکړه ورکړه وکړي مالونه به یې ضبط او محکمې ته به معرفي کېږي.