کرونا افغانستان کې

افغانستان کې کرونا؛ تېره یوه شپه او ورځ کې د ۱۲۶ نویو ناروغانو پېژندنه او د شپږو تنو مړینه

د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۴۶۳   مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۱۲۶ پایلې یې مثبتې وې.  

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، کندهار، بلخ، ننګرهار، تخار، کندوز، پروان، لوګر، غزني، میدان‌وردګ او پنجشیر ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۲ زره او ۱۵۹ تنو ته ورسېد.   

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۲ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۴ زره او ۴۵۸ تنو ته ورسېد.       دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته شپږو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۵۶۲ تنو ته ورسېد.