د خوست «کونډيو» سيمه کې خلکو په نجونو د ولور نه اخيستو تړون وکړ

اطلاعات روز: په خوست ولايت کې د مرکز اړوند «کونډيو» سيمې اوسېدونکو قومي پرېکړه کړې چې له دې وروسته به د خپلو نجونو په سر ولور نه اخلي او د شته نورو ناوړه دودونو د مخنيوي لپاره يې هم تړون کړی دی.

دوی دغه اقدام تېره ورځ (شنبه، ۲ د مرغومي) کړی او د يو پرېکړه ليک په خپرولو سره يې د ولور نه اخيستو سربېره د نورو بېځايه مصارفو له کولو هم مخنيوی کړی او ويلي دي، چې يوازې به دوه تولې سره زر نجلۍ ته اخلي.

پرېکړه ليک کې راغلي چې د زوم له کورنۍ به نجلۍ ته يوازې د هغې لپاره د توکو او لباس اخيستو په خاطر ټاکلې پيسې ورکول کيږي.

د سيمې اوسېدونکي له دې پرېکړې هرکلی کوي او وايي، ټولنه کې د ناوړه دودونو د شتون له کبله نه يوازې کورنۍ ستونزې پيدا کيږي، بلکې د لوړ ولور پوره کېدو لپاره ځوانان مجبوره شوي چې په سختو او ناقانونه لارو بهرنيو هيوادونو ته د مزدورۍ لپاره سفر وکړي.