د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د بشري حقونو د نقض له کبله پر دې ډلې بنديز «لويه مسخره» بللې

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي په تهران کې د فلسطين په اړه په جوړ شوي کانفرانس کې حاکم نړیوال نظم «له تضادونو ډک، د دوه ګونو معيارونو لرونکی او څو ګونی» بللی او ويلي، يې دي چې په دې نظم کې بدلون حتمي دی. همدا راز د طالبانو دې چارواکي د بشري حقونو د نقض له کبله پر دې ډلې بنديز «يوه لويه مسخره» بللې ده.

نوموړي ويلي، چې په غزه کې نسل وژنه روانه ده او کومه نړۍ چې د بشري حقونو، انساني ارزښتونو، ازادۍ او عدالت خبره کوي «د دې وحشيانه عامه وژنې ننداره چيان دي».


متقي ويلي: «په دې توګه موږ د سترو تضادونو په وخت کې ژوند کوو.»

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست زياته کړې، چې په اوسنۍ نړۍ کې هيوادونه د بشري حقونو د «جزيي» نقض او «سياسي دلايلو» له امله له بنديز سره مخ کېږي، خو د ده په وينا په عين حال کې اسراييل چې په جګړه کې يې ټول معيارونه مات کړي دي، له وړې نیوکې سره هم نه مخ کېږي.

متقي ويلي: «که وغواړو او که ونه غواړو، که ووايو او که ونه وايو، د ننني انسان وجدان نشو کولای له دې تناقضاتو سره ويده وساتو. په غزه کې د فلسطينيانو تر نسل وژنې او د صهيونيستي رژيم تر ازاد پرېښودلو وروسته دا ستر تناقضات په کافي اندازه په ډاګه شوي او د داسې وضعيت د رامنځته کېدو له کبله په نړيوال وضعيت کې بدلون حتمي دی.»

د طالبانو ياد چارواکي پر دې ډلې د بشري حقونو د نقض له کبله بنديز «لویه مسخره» بللې او ويلي يې دي چې «کله چې افغانستان تر څلور لسيزو بريدونو، جګړې او ګډوډۍ وروسته د امنيت او ثبات لور ته روان دی، د بشري حقونو په نوم بنديز پرې لګول کېږي».

د طالبانو پر چارواکو د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د نقض له کبله بنديز لګېدلی. دې ډلې د واک له ترلاسه کولو وروسته پر ښځو او نجونو سخت بنديزونه لګولي او اوس مهال دا قشر د کار او زده کړو حق نه لري.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په تهران کې د غونډې پر مهال طالبان د «اسلامي امت جز» ګڼلي او ويلي يې دي «په غزه او فلسطين کې د صهيونيستي رژيم روان ظلمونه اشغال نور هم ځواکمن کوي او د شرعي نصوصو او نړيوالو حقونو له مخې د فلسطين د ملت مبارزه مشروع او قانوني چاره ده.»

د فلسطين په اړه د تهران کانفرانس پرون (شنبه، ۲ د مرغومي) جوړ شو. تهران وايي چې په دې غونډه کې د ۴۰ هيوادونو استازو ګډون درلود.

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان وايي، چې د دې غونډې اصلي موخه د فلسطين له خلکو سره د مرستې لپاره په سياسي او نړيوالو دريځونو کې زياته همغږي رامنځته کول دي.

ده ويلي: «د غزې د خلکو د نسل وژنې په دې پړاو کې زموږ موخه داده چې وکولای شو څو اړخيز اقدامات وکړو او بايد ټول پوه شي چې فلسطين او راتلونکی يې د دې هيواد په خلکو پسې اړه لري.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته