انځور: استول شوی

پاکستاني ځواکونو زابل کې دوه افغانان په ډزو وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي

اطلاعات روز: زابل ولایت کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په شملزو ولسوالۍ کې پاکستاني ځواکونو پر هغو شپږو افغانانو ډزې کړي چې غوښتل یې یاد هیواد ته په قاچاقي ډول واوړي.

یوې ځایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې پیښه د تېرې یکشنبې په ورځ (۳ د مرغومي) د شلمزو ولسوالۍ اړوند د «حاجي کمرالدین» کلي کې رامنځته ته شوې ده.

سرچينه زیاتوي، پاکستاني ځواکونو په یاده سیمه کې هغه مهال پر دغو ۶ افغانانو ډزې کړي، چې غوښتل يې دې هيواد ته په غيرې قانوني توګه داخل شي.

د سرچینې په وینا، د پاکستاني ځواکونو د ډزو پرمهال دوه تنه وژل شوی او څلور نور ټپیان دي، چې د ټپیانو روغتیایي حالت نازګ ښودل شوی دی.

سرچینې وویل: «اوښتونکو کسانو کې دوه تنه د فارياب، يو تن د زابل د شینکۍ، يو د کندز د بندر شيرخان، يو د بغلان او يو بل هم د کابل اوسيدونکي وو، چې پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړي.»

ورته مهال يوې بلې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې پاکستاني ځواکونو د همدې پېښې پر مهال ۷ تنه نور افغان وګړي ژوندي نيولي او له ځان سره يې بېولي دي.

سرچينې زياته کړه، چې تراوسه د دغو نيول شويو افغانان د مرګ او وژند معلومات نشته دي.

په همدې حال کې زابل کې د طالبانو ځايي امنيتي مسوولينو د يادې پېښې پخلی کوي او وايي، چې په دې تړاو يې پاکستاني لوري سره خبرې روانې کړې دي.

د دوی په قول چې ژوبل کسان يې د درملنې په موخه کندهار کې ميرويس حوزوي روغتون ته انتقال کړي دي.