انځور: د نورستان د کليو د پراختيا ریاست

نورستان کې تر سل میلیون د زیاتو افغانیو په لګښت لسګونه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې د دې ولایت په مرکز پارون او واما ولسوالۍ کې اته پنځوس بېلابېلې ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د نورستان د کلیو د پراختیا او بیا رغونې ریاست لپاره د طالبانو رییس احسان الله احمد ویلي چې دا پروژې څو میاشتې وړاندې «يونپس» په نوم نړيوالې مرستندويي ادارې په مالي ملاتړ پیل شوې وې او نن (سې شنبه، ۵ د مرغومې) ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نوموړی زیاتوي چې پر دې پروژو ۱۰۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی.

ده ويلي، په دې ټولګټو پروژو کې کرنیز کانالونه، د اوبو سربندونه، سړکونه او استنادي دېوالونه شامل دي چې د تطبیق پر مهال پکې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

د نورستان خلک که څه هم د دې پروژو په بشپړېدو خوښ دي خو وايي چې په تېرو وختونو کې دې ولایت ته سمه پاملرنه نه ده شوې او باید د طالبانو د حکومت په ګډون نړۍ والې مرستندویې ادارې د دې ولایت ټولو سیمو ته پاملرنه وکړي.