کونړ کې له لسګونه روغتیایي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وشوه

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې یوې نړۍ والې مرستندویه موسېسې په دغه ولایت کې له ۶۲ روغتیایي مرکزونو سره د ۱۳ مېلیونه، ۴ سوه زره او ۳۶۰ افغانیو په ارزښت د درملو او غیر طبي توکو مرسته کړې ده.

د کونړ د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو رییس قاري مظفر خان مخلص وايي، دغه مرستې د (HNTPO) موسېسې له لوري شوي، چې تېره ورځ (یکشنبه، ۱۰ د مرغومي) ووېشل شوې.

مخلص زیاتوي، په دغو مرستو کې ۲۱۲ قلمه درمل او غیر طبي توکي، چې په کې ژمني توکي هم شامل دي روغتیایي مرکزونو ته ویشل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې کونړ کې ګڼ روغتیايي مرکزونه لاهم له ګڼو ستونزو سره مخ دي او غوښتنه کوي، چې نړۍ والې مرستندویه ادارې دې په دې برخه کې خپلې مرستې لا زیاتې او دوامدارې کړي.

کونړ د هېواد یو له هغو ولایتونو دی، چې ګڼ خلک یې په غره ییزو سیمو کې اوسېږي، چې روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی په نشت حساب او له نړۍ والو مرستندویه ادارو او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د دې ستونزې حل ته دې ځانکړې پاملرنه وکړي.