Photo: via Embassy of the I.R. Iran in Kabul, Afghanistan on X

ایران: په افغانستان کې د نظامي اقدام ملاتړ نه کوو

اطلاعات روز: په کابل کې د ايران سفارت وايي، چې دا هيواد په افغانستان کې د هيڅ ډلې له لوري د نظامي اقدام ملاتړ نه کوي.

د ايران د سفارت په وينا، په کابل کې د ايران سفير او استازي حسن کاظمي قمي دغه موضوع د طالبانو د رییس الوزرا له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره په کتنه کې مطرح کړې ده.

په کابل کې دې سفارت تېره شپه (دوشنبه، ۱۸ د مرغومې) پر ايکس په خپله پاڼه د دې ليدنې په اړه ليکلي: «د ايران اسلامي جمهوريت له څلورو لسيزو زيات وخت راهيسې د بېلابېلو افغانانو کوربتوب کړی دی. لکه څرنګه چې د افغانستان د سرپرست حکومت (طالبان) د رییس الوزرا له سياسي مرستيال سره هم ياده شوه چې ايران به د هيڅ ډلې له لورې د دې هيواد پر ځمکنۍ بشپړتيا د نظامي اقدام ملاتړ ونه کړي.»

دې سفارت ويلي، چې «په حقيقت کې خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتيا، مشروع حاکميت، له تبعيض پرته ګډون، ثبات، د خلکو نېکمرغي او ښه ګاونډيتوب د ايران د بهرني سياست بنسټيز اصول دي.» 

ايران د پاکستان تر څنګ له طالبانو سره هم پخوا او هم اوس نږدې اړيکې لري. دې هيواد په تهران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی او همدا راز په افغانستان کې تر سياسي بدلونو وروسته يې په کابل کې خپل سفارت فعال ساتلی دی.

ايراني چارواکو بيا – بيا د پراخ بنسټي حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی؛ خو طالبان دا موضوع د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه بولي.

له هلمند سيند څخه د ايران حقابه هم د طالبانو د حکومت او ايران ترمنځ د مناسباتو محور بلل کېږي، چې کله – کله د دواړو اړخونو ترمنځ د ترينګلتيا لامل کېږي.