اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې ناپیژانده کسانو له ١٥٠ زیات قران کریمونه سوځولي دي.
د کونړ د نرنګ ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیې قومندان محمدي وایي، تیره شپه (سې شنبه، ١٩ دمرغومي) د یادې ولسوالۍ اړوند «لمټک» سېمې د «حبیب الله» په نامه مسجد ته ناپیژانده کسان داخل شوي او په یاد مسجد کې یې د قران نسخې سوځولي دي.
نوموړی زیاتوي د پېښې له خبریدو سره سم یې ځان سېمې ته رسولی، خو تراوسه د یادې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو په اړه یې د دوی پلټنې دوام لري.
په ټولنیزو رسنیو کې هم دې خبر د عامو خلکو غوسه راپارولې او له طالبانو یې د عاملینونو د ژر نیول کیدو او ورته د سزا غوښتنه کړې.