کونړ کې د قران کریمونو د سوزولو په تور پنځه کسان ونیول شول

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د قران کریمونو د سوزولو په تور پنځه کسان نیول شوي دي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ څخه نن (پنج شنبه، ٢١ دمرغومي) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالب سرتیرو د کونړ نرنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې پنځه هغه کسان نیولي چې وړمه شپه یې د یادې ولسوالۍ په «لمټک» سیمه کې د مولوي حبیب الله جومات کې له ١٥٠ زیات قران شریفونه سوځولي وو.

خبرپاڼه زیاتوي یاد کسان یې د استخباراتي معلوماتو پر اساس نیولي، چې اوس مهال تر څیړنې لاندې دي او وروسته به معلومه شي، چې دوی ولې یاده کړنه ترسره کړې ده.

دیادولو وړ ده وړمه شپه د کونړ نرنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ناپیژانده کسانو په یوه مسجد کې له ١٥٠ زیات قران کریمونه او د جومات نورو وسایلو ته اور ورته کړی و، چې د عامو خلکو غوسه یې راپارولې وه.

یاده دې وي، چې د یادې پېښې په اړه د اطلاعات روز ورځپاڼې د خبر د خپریدو څخه وروسته طالبانو یاد اقدام ترسره کړی دی.