طالبانو خوست کې ځيني تعليمي مرکزونه د «قانوني جواز» نه درلودلو له امله وتړل

اطلاعات روز: په خوست ولايت کې د طالبانو د پوهنې رياست وايي چې هغه خصوصي تعليمي مرکزونه يې تړلي چې له «قانوني جواز» پرته يې فعاليت کاوه.

ياد رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دا اقدام يې نن (سې‌شنبه، ۲۶ د مرغومې) ترسره کړی او زياته کړې يې ده چې ياد تعليمي مرکزونه په مرکز او اړوندو سيمو کې فعال و او ‌د پوهنې رياست له «قانوني جواز» پرته يې فعاليت کاوه.

همدا راز خبرپاڼه کې ويل شوي چې کوم مرکزونه جواز ولري کولای شي فعاليت وکړي.

د طالبانو د پوهنې رياست نه دې ويلي چې څومره «ناقانونه» تعليمي مرکزونه يې تړلي دي.

بل پلو په خوست ولايت کې ځينې زده کوونکي او ښوونکي پر دې پرېکړه نيوکه کوي او وايي چې د دې مرکزونو د تړل کیدو له امله زرګونه ځوانان له ژمنيو زده کړو محرومیږي.

په دې اړه خوست کې د يوه خصوصي تعليمي مرکز ښوونکي د نوم نه ښودنې په شرط اطلاعات روز ته ويلي چې د کورسونو او نورو تعليمي مرکزونو تړل د حل لار نه ده او بايد د اسنادو تر جوړېدو ورته د فعاليت اجازه ورکړل شي.

نوموړی وايي: «زه دا وايم چې پوهنې رياست دې د ماليې لپاره د ماشومانو پر مخ د رڼا دروازې نه تړي، ځکه د لرې پرتو سيمو ځوانان ښار ته لاسرسی نه لري او دوی مجبور دي چې د خپلو سيمو په دې کورسونو کې زده کړې وکړي.»

په خوست کې لسګونه خصوصي تعليمي مرکزونه د ژمي پر مهال په پراخ شمېر کې زده کوونکي لري او د کانکور ازموينې ته د چمتوالي تر څنګ په نورو برخو کې هم ښوونيز خدمات وړاندې کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته