په افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې او ښځو د ځپنې د مخنيوي په موخه د نړیوالو لاریونونو رابلل

اطلاعات روز: د ټولنيزو رسنيو فعالانو او کاروونکو په افغانستان کې د هزاره ګانو د «نسل وژنې» او د طالبانو له لوري د ښځو د ځپنې د مخنيوي په موخه د نړیوالو لاريونونو غوښتنه کړې.

ټاکل شوې چې دا لاريونونه سبا (يکشنبه، ۱ د سلواغې) په ۳۰ هيوادونو کې ترسره شي.

د دې لاريونونو په بلنه کې ويل شوي: «راځئ د هزاره ګانو د نسل وژنې د مخنيوي غږ پورته کړو او د ښځو له غږ سره هم ملتيا وکړو.»

په وروستيو څو مياشتو کې د کابل، هرات او بغلان ولايتونو په هزاره مېشتو سيمو کې څو چاودنې شوې دي.

په دې بريدونو کې په لسګونو هزاره وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي. د فعالانو په اند، دا بريدونه په هدفي او سيسټماټيکه توګه شوي او له نسل وژنې سره برابر دي.

طالبانو هم په دې وروستيو کې د ښځو محدوديت او د هغوی ځپنه تشديده کړې.

دې ډلې په ځينو ولايتونو کې ښځې او نجونې د جامو د بڼې له کبله نيولې دي.