اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان د زده کړو په نړیواله ورځ ويلي، چې د افغانستان نجونې له کوم قيد او شرط پرته سمدستي د خپلو ښوونځيو پرانيستل غواړي.
نن چهارشنبه (۴ د سلواغې) چې د جنورۍ له ۲۴مې سره برابره ده د زده کړو نړیواله ورځ ده.
د بښنې نړیوال سازمان پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې د افغانستان نجونې په دې ورځ خپله کېسه شریکوي او خپله ناهېلي څرګندوي؛ ځکه لا يې هم د طالبانو له لوري د زده کړې بنسټيز حق نقض کېږي.
دې سازمان زياته کړې، چې د افغانستان نجونې له کوم قيد او شرط پرته سمدستي د خپلو ښوونځيو پرانيستل غواړي.
طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته، تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تللو منعه کړې دي.
دې ډلې تر دې وړاندې د نجونو پر زده کړو بنديز لنډمهالی ګڼلی و، خو تر دوو د زياتو کلونو په تېرېدو سره لاهم نجونې له زده کړو بې برخې دي.