ننګرهار کې ښځینه فعالانې: طالبانو د سیاسی موخو لپاره د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی

د طالبانو له لوري پر نجونو د زده کړو له بندیز له ۸۰۰ ډېرې ورځې تېریږي چې له شپږم ټولګي پورته یې د ښوونځیو دروازې د نجونو پرمخ بندې کړي او نجونې د زده کړو بیا پېل ته په تمه دي.

ننګرهار کې ښځینه فعاله نوریه افغان وايي، طالبانو پر نجونو د سیاسي موخو لپاره مختلف بندیزونه لګولي او د هېواد نیمه برخه یې په تیارو کې ساتلې ده.

د نوموړې په خبره طالبانو د خپلو مشرانو په اشاره افغان نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو منع کړې دي.

هغه زیاتوي، زده کړې د نجونې او نارینه‌وو ګډ حق دی چې باید ورکړل شي ځکه نجونې هم د ټولنې د نورو وګړو په څېر د زده‌کړو او هوسا ژوند حق لري.

افغان زیاتوي: «طالب مشرانو د خپلو اهدافو لپاره پر نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې کړي او نجونې یې له یو نامعلوم برخلیک سره مخ کړي، د نارینه وو په شان نجونې هم د زده کړو حق لري خو له دوی دا حق اخیستل شوی غوښتنه کوو چې نجونو ته دې د زده کړو زمینه برابره شي او شته بندیزونه دې پای ته ورسوي.»

د نجونو پر زده کړو بندیز ګڼ شمیر نجونې په رواني ناروغیو اخته کړي دي

د ننګرهار یوه بله اوسیدونکې نجما له طالبانو غوښتنه کوي چې نور دې پر نجونو بندیزونه پای ته ورسوي او د زده کړو زمینه دې ورته برابره کړي.

د هغې په خبره طالبانو د نامعلومو دلایلو پر اساس پر نجونو بندیز لګولی او دا لړۍ یې لا تراوسه جاري ساتلې.

نجما وویل: «طالبان د خپلو موخو لپاره پر افغان نجونو بندیز لګولی، غوښتنه کوو چې باید نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي او نور دې خپل بندیزونه ختم کړي؛ که نجونې زده کړې ونه کړي نو هیواد به له ناوړه حالت سره مخ شي او دا د نجونو حق هم دی چې د نارینه وو په څیر زده کړې وکړی طالبان د نجونو د زده کړو د بندیز لپاره  داسې مشخص دلیل هم نه لري خو بس بندیز یې لګولی.»

ننګرهار میشتې روبینه چې د لسم ټولګي زده کوونکې ده، خو د ښوونځیو له تړل کیدو وروسته په کور شوې.

نوموړې د طالبانو له لوري له زده‌کړو د نجونو منع کول غیرانساني کړنه یادوي او وايي، نجونې هم حق لري چې د نارینه‌وو په څېر د خپل راتلوونکي برخلیک ټاکنه وکړي.

هغه له طالبانو غوښتنه کوي چې نور دې له نجونو سره دښمني پای ته ورسوي او اجازه دې ورکړي څو نجونې د ښوونځي له دورې نیولې تر پوهنتونه خپلې زده کړې بشپړې کړي او له دې لارې خپلو مشروعو موخو او هیلو ته ځان ورسوي.

روبینه زیاتوي: «طالبانو ته په کار ده، چې له نجونو سره دښمني پای ته ورسوي، ځکه طالبانو تول بندیرونه پر نجونو لګولي او له مظلومو نجونو یې خپل انساني او اسلامي حق اخېستی؛ نجونې هم د هلکانو په شان حق لري چې تعلیم وکړي، ارام ژوند وکړي او د تعلیم له لارې خپلو موخو ته ځان ورسوي.»

د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو له بندیز وړاندې هر کال ګڼ شمیر نجونو له بېلابېلا څانګو د فراغت سندونه ترلاسه کول

د هیواد له نورو ولایتونو سره په ننګرهار کې هم له زده کړو محرومو نجونې د خپګان کابو کولو په موخه د خیاطي زده کولو ته مخه کړې.

د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې لسګونه نجونې چې پخوا د ښوونځیو او پوهنتونونو زده کوونکې وې، اوس مهال د خیاطۍ په مختلفو کارخونو کې په وړیا توګه خیاطي زده کوي.

د ننګرهار اوسیدونکی نقیب الله چې خویندې یې د شپږم، اووم او لسم ټولګیو زده کوونکې دي وایي، د طالبانو له لوري پر نجونو د زده کړو له بندیز وروسته یې خویندې له ښوونځي ایسارې شوې او د اندېښنو کابو کولو لپاره یې د خیاطۍ په مرکز کې شاملې کړي دي.

هغه اندیښنه لري او زیاتوي، که طالبان د نجونو پر وړاندې د زده کړو دروازې خلاصې نه کړي د نوموړي د خویندو په څېر به ګڼې ښځینه زده کوونکې له رواني ستونزو سره مخ او حتی د ځان وژنې پرېکړه به وکړي.

نقیب الله وویل: «خویندې مې له کله چې له ښوونځي ایسارې شوي له رواني ستونزو سره مخ دي او خپل راتلوونکی تیاره ګوري، ما د همدې ستونزې د حل لپاره خپلې خویندې د خیاطۍ په یو مرکز کې شاملې کړي څو یې پام غلت وي او مصروفه وي له طالبانو غواړو چې دوی ته د تعلیم اجازه ورکړي.»

که څه هم امریکا او نړیوالې ټولنې په څو ځلي تینګار سره له طالبانو د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصون غوښتنه کړې خو طالبان په خپله پرېکړه ټینګ ولاړ دی او تر اوسه یې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي دي.

ختیځ میشتي نجونې داسې مهال د نجونو پر وړاندې ښوونځیو د تړلو دروازو د پرانیستلو غوښتنه کوي، چې د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي، د داسې یوې طرحې پر جوړیدو بوخت دي چې له مخې به یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتوني زده کړو اجازه ورکړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه