ارزګان کې د فني او حرفوي زده کړو یو مرکز پرانيستل شو

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو مسوولین وایي، په دې ولایت کې د فني او حرفوي زده کړو یو مرکز پرانیستل شو، چې په بېلابېلو برخو کې به ځوانان روزي.

په دې ولايت کې د کار او ټولنيزو چارو رياست لپاره د طالبانو ريیس مولوي ګل اغا نن (پنج شنبه، ۱۹ د سلواغې) د دې مرکز د پرانیستې پر مهال وویل، چې یاد مرکز کې به په هرو شپږو میاشتو کې ۱۵۰ کسانو ته د فني او حرفوي زده کړو روزنه ورکول کېږي.

نوموړی زیاتوي، په دغه مرکز کې د موټر او موټر سايکل جوړونې، کاليو ګنډلو او د وسايطو برېښايي سيستم جوړونې حرفې شاملې دي.

د ده په خبره، چې راتلونکي کې هڅه کوي چې ياد مرکز ته په نورو برخو کې هم حرفې زياتې کړي.

هغه کسان چې د حرفوي زده کړو په ياد مرکز کې روزنه ترلاسه کوي وايي، چې د مسلک نشتون له امله بې روزګاره وو او دلته تر روزنې وروسته به د ځان لپاره کار پیدا کړي.

دوی د طالبانو له حکومت او مرسته کوونکو بنسټونو غواړي چې خلکو ته دې د کاري فرصتونو د چمتو کيدو برخه کې دغه ډول مرکزونه زيات کړي.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته هیواد کې زرګونو کسانو دولتي دندې له لاسه ورکړي او اوس د کار نشتون له کبله له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.