د ننګرهار او لغمان اوسېدونکي: درملتونونه پرې بې‌کیفیته درمل په لوړه بیه پلوري

اطلاعات روز: د ننګرهار او لغمان ولایتونو د مرکز او لېرې پرتو ولسوالیو اوسیدونکي شکایت کوي، چې شخصي درملتونونه پرې بې‌کیفیته درمل په لوړه بیه پلوري.

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار اوسیدونکی سید خالق وایي، نه یوازې په ښاري سیمو بلکې د ولسوالیو شخصي درملتونونو کې هم درملو ته په خپل سر نرخونه ټاکل کېږي، چې له امله یې ناروغ لرونکي له ستونزو سره مخ دي.

نوموړی په دغه ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست پر چارواکو هم نیوکه کوي، چې د بې کېفته درملو د مخنیوي په برخه کې پاتې راغلي.

سید خالق وویل: «د طالبانو غوښتنه کوو چې د خلکو اقتصادی وضعیت خراب دی دوی ته په‌کار ده چې په بازار کې د درملو نرخونه، تاریخ او کیفیت په بشپړ ډول کنټرول کړي.»

د لغمان اوسیدونکی دلاور خان هم ورته شکایت کوي او د طالبانو له روغتیایي چارواکو په یاده برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

دلاور خان زیاته کړه: «د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې درملتونونه په خپل سر درمل پلوري او په خپله ورته نرخونه ټاکي، ما څه موده مخکې د خپل ناروغ لپاره په کابل کې یو پاکټ د زیړي ناروغۍ ګولۍ په ٢٥٠ افغانۍ اخیستې وې، خو هماغه ګولې د لغمان مرکز مهترلام کې یې په ٤٠٠ افغانۍ راکړې، خو همدا ګولۍ بیا په پاکستان په سل کلدارې کېږي او کیفیت به یې هم ښه وي؛ نو له دې معلومیږي چې کیفیت بېخي نشته او په بې وزله ناروغانو سوداګري کېږي.»

دغه راز د ننګرهار د بهسودو یو ناروغ‌ لرونکی جمیل وایي، چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې شخصي درملتون لرونکي پر ناروغانو چې ډېری یې مسلکي نه دي، تاریخ‌تېره درمل پلوري چې ناروغ ته یې د ګټې پر ځای زیان ډیر وي او آن د مرګ تر کومي یې رسوي.

نوموړی وايي، ورځ تر بلې د درملو کیفیت ټیټیږي او نرخونه یې وروستي حد ته لوړ شوي چې بې وزله وګړي یې د اخیستلو توان نه لري.

جمیل زیاتوي: «‎مور مې ناروغه ده همدا درمل به ما د ٥٠٠ افغانیو اخیستل، خو اوس د درملو نرخونه لوړ دي، کیفیت نه لري او زیاتره تاریخ تیري دي.»

ورته مهال د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي امین الله شریف وایي، چې په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې یې د دې ستونزې د حل لپاره یو پلاوی ټاکلی چې هره ورځ له ډاکټراونو، شخصي روغتیایي مرکزونو او درملتونونو څارنه کوي.

نوموړی دغه راز د درملو کیفیت او نرخونه د کنترول په برخه کې هم د اقداماتو خبره کوي.

په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې خلک داسې مهال د درملو له ټيټ کیفیت او لوړو نرخونو شکایت کوي، چې د طالبانو د حکومت په رامنځته کیدو سره بې روزګاري زیاته شوې د خلکو اقتصاد کمزوری شوی او له همدې کبله ډېری ناروغان د ډاکټرانو له نسخې پرته درمل کاروي.