انځور: تورخم کې د طالبانو کمیسار

له افغانستانه پاکستان ته د تاریخي اثارو قاچاق؛ تورخم کې شپږ قلمه اثار ونیول شول

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دې ولایت په تورخم بندر کې یې د تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې ده.

د تورخم لپاره د طالبانو کمیسار مولوی عبدالجبار حکمت نن (یکشنبه، ٢٩ د سلواغې) وویل، چې طالب سرتیرو په تورخم دروازه کې هغه کس نیولی، چې غوښتل یې له هېواده پاکستان ته ۶ قلمه تاريخي اثارو قاچاق کړي.

نوموړي د نیول شویو تاریخي اثارو په اړه نور څه ونه ویل.

هغه د تاریخي اثارو، وسلو او نورو مهمو توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې د جدي اقداماتو خبره کوي.

د یادو تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی داسې مهال کیږي، چې له دې وړاندې د ننګرهار یو شمیر فرهنګي فعالانو اندیښنه ښودلې وه، چې د دغه ولایت په یو شمیر سیمو کې د تاریخي اثارو د موندنې خپل سرې کیندنې روانې دي او ګڼ شمیر تاریخي اثار د تورخم او ځینو نورو لارو پاکستان ته قاچاق کېږي.