ګوتريش: د افغان نجونو پر زده کړو او ښځو پر کار ظالمانه بنديز بايد لغوه شي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوتريش ټينګار کړی، چې «زده کړو او کار ته د افغان نجونو او ښځو پر لاسرسي ظالمانه بنديز بايد لغوه شي».

نوموړي دا څرګندونې نن سهار (سې‌شنبه، ۱ د کب) پر ايکس په خپله پاڼه په يوه خپاره کړي پيغام کې کړې دي.

ګوتريش ټينګار کړی، چې د ټولګي له څوکيو واخله بيا د تصميم نيونې تر مېز پورې بايد ښځې او نجونې وکولای شي چې د افغانستان د ژوند په ټولو اړخونو کې بشپړ او معنادار ګډون ولري.

ده تېره ورځ په دوحه کې د هيوادونو د ځانګړو استازو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په تړاو اندېښنو ته د رسيدګۍ په برخه کې پرمختګ نه دی شوی او په دې وروستيو کې د ښځو لپاره وضعيت «بدتر» شوی دی.

طالبانو په وروستيو کې يو شمېر ښځې او نجونې په ځينو ولايتونو کې د جامو د څرنګوالي له کبله نيولې دي. دې اقدام پراخ منفي غبرګونونه راپارولي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په يوه بېل پیغام کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه ويلي، چې د افغانستان ډېر وګړي غريب دي، د خپل خوراک د لاسته راوړلو هڅه کوي او زده کړو، روغتيايي پاملرنو يا کار ته له لاسرسي درلودلو پرته ژوند کوي.

نوموړي زياته کړې، چې د هيواد تر نيم زيات نفوس به سږ کال مرستو ته اړتيا ولري، خو د ملګرو ملتونو د بشرپالي غبرګون طرحې د خپلې اړتيا تر درې سلنې هم کمه بودیجه تر لاسه کړې ده.

ملګرو ملتونو د روان ميلادي کال پر مهال په افغانستان کې د مرستې رسونې لپاره تر درې ميليارده ډالرو زياته بودیجه ترلاسه کړې ده.

د دې سازمان په وينا، د ۲۰۲۴ کال پر مهال په افغانستان کې تر ۲۳ ميليونه زيات وګړي بشرپالو مرستو ته اړتيا لري.