د درنې واورې وریدو له کبله د ارزګان–کندهار او غور–کابل لویې لارې وتړل شوې

اطلاعات روز: په ارزګان او غور کې د طالبانو ځایي مسوولینو خبر ورکړی، چې د درنې واورې وریدو له کبله د ارزګان–کندهار او غور–کابل لویې لارې تړل شوې دي.

ارزګان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند بلال ارزګانی وایي، چې د ارزګان د مرکز ترینکوټ او کندهار لویه لار نن (دوشنبه، ۷ د کب) د زیاتې واورې وریدو له کبله د «ویاند» په سیمه کې تړل شوې ده.

نوموړی زیاتوي، د لارې د خلاصولو ډله سيمې ته رسيدلې او په وینا يې چې ژر به ياده لاره د مسافرو پرمخ خلاصه شي.

ورته مهال د غور ولایت سیمه ییزو چارواکو د سختې واورې ورېدو له امله له کابل سره د دغه ولایت د لویې لارې د تړل کیدو خبر ورکړی.

باختر دولتي خبري اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، غور کې د طالبانو د ټولګټو د رييس په حواله خبر ورکړى چې د غور د شپږو ولسواليو لارې د واورې د ورښت له کبله تړل شوې دي.

دغه راز د سالنګ لویه لار هم د سختې واورې او توپان له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د ټولګټو چارو وزارت لپاره د طالبانو ویاند محمد اشرف حق شناس نن سهار رسنیو ته وویل، چې دا مهال په سالنګ کې ډېره واوره ورېږي او په بېلابېلو سیمو کې د واورې کچه تر یو متر زیاته شوې ده.

هغه له خلکو وغوښتل چې تر راتلونکي خبرتیا پورې دې د سالنګ له لارې له تګ راتګ ډډه وکړي.

په یو شمېر ولایتونو کې له پرون راهیسې واوره او باران وریږي.

نن هم په یو شمېر ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو د ورېدو اټکل شوی دی.