اطلاعات روز: د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د يوه بس او مازدا موټر د ټکر له امله يو تن مړ شوی او ۶ نور کسان ژوبل دي.
په هلمند کې د طالبانو د والي ویاند محمد قاسم ریاض وايي چې پېښه نن (پنجشنبه، ۱۰ د کب) د غرمې پر يوه بجه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې «حاجي طاؤس جامع جومات» ته څیرمه د ۵۸۰ ډوله بس موټر او مازدا موټر د ټکر له امله را منځ ته شوې.
د ځايي طالب چارواکو په وينا چې په پېښه کې د بس کلينر مړ شوی او چلوونکی يې تښتېدلی. طالبانو ويلي چې دوی يې د نيولو هڅه کوي.
وخت ناوخته په ترافيکي پېښو کې مرګژوبله اوړي چې تر ډېره حده يې لامل بې احتياطي، د لارو خرابوالی او د ټرافيکي اصولو نه مراعتول بلل کېږي.