کونړ کې مرستندویه ادارو دوه نیم زره کسانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې

اطلاعات روز: کونړ کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست لپاره د طالبانو مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې یې د یو شمېر مرستندویه ادارو په مالي ملاتړ ۲۵۰۰ بې وزله کسانو ته په بېلابېلو برخو کې د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې.

د یاد ریاست لپاره د طالبانو رییس قاري مجیب الله وايي، د دې ولایت د مرکز اسعد اباد په ګډون په خاص کونړ، چپې درې، وټه پور، غازي اباد، پېج درې او ناړۍ ولسوالیو کې یې د حرفوي زده کړو مرکزونه جوړ کړي او هغو کسانو ته په کې مسلکي زده کړې ورکول کېږي، چې له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ وي.

عمر زیاتوي، چې دغو کسانو ته به د شپږو میاشتو په موده کې روزنه ورکړل شي، چې پر مټ به یې وکولای شي په اړوندو برخو کې خپل کاروبار پېل او مخته یوسي.

نوموړي وویل، چې مرستندویه ادارې د حرفوي زده کړو دغو زده کوونکو ته میاشتنی معاش هم ورکوي، چې وکولای شي د خپلو کورنیو ورځنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي.

د کونړ د کار او ټولنیزو چارو طالب رییس وویل: «مونږ سره د ملګرو ملتونو په ګډون، د شپول، واک او ویرو په نومونو موسېسو مالي همکاري کړې او بې وزله ځوانانو ته مو د خیاطۍ، نجارۍ، موبایل جوړونې، سلمه دوزۍ، چرګانو ساتنې، او کوچني کاروبار جوړونې د مهارتونو په اړه مو د مسلکي روزنې آسانتیاوې برابرې کړي، (شپول) موسېسه بیا ځوانانو ته د میاشتې ۶۴۰۰ افغانۍ معاش هم ورکوي؛ ترڅو دوی پرې خپلو کورنیو ته د اړتیا وړ توکي واخلي.»

په ورته وخت کې په حرفوي زده کړو بوخت یو شمېر ځوانان چې د حرفوي زده کړو پر زمینې خوښ دي، خو په راتلوونکي کې د خپلو کاري اسانتیاوو لپاره اندېښمن دي.

د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکی جان آغا چې د حرفوي زده کړو په یوه مرکز کې د مبایل جوړونې مهارتونه زده کوي د طالبانو له حکومت او نړۍ والو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې دوی سره دې راتلوونکي کې د کاروبار په جوړېدو کې لازمې مرستې وکړي.

جان آغا له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « زه له دولسم ټولګي فارغ شوی یم، د کورنۍ د ګټې وټې یوازېنی کس زه یم، ۱۳ سره کورنۍ لرم، کوم کار روزګار نه لرم، دلته خوشاله یم، چې د مبایل جوړولو کسب زده کوم، خو زما تشویش دا دی، چې آینده کې به راته د کار زمینه برابره شي که نه؛ ځکه د کسب زده کړې ترڅنګ د کاروبار جوړول هم مهم دي، چې زمونږ وطن کې د کاروبار جوړول ډېر سخت دي.»

د کونړ په مرکز اسعد اباد کې د دوشاخېلو سیمې اوسېدونکی لعل محمد چې په دغه مرکز کې د نجارۍ زده کړې کوي د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي، چې خلکو ته د کاري زمینو برابرولو په برخه کې کوټلي ګامونه نه اخلي.

نوموړی وايي، که د دوی په لاس جوړو شویو لرګینو توکو ته مناسب بازار برابر شي، نو د دوی ترڅنګ به ګڼو بې روزګاره ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره شي.

هغه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: « د نجارۍ زده کول اسانه دي، بغیر له دې مرکز یې هم مونږ زده کولای شو، مهمه دا ده، چې مونږ ته د کار زمینه برابره شي، زمونږ شته نجاران هم د طالبانو په حکومت کې بې روزګاره شوي، حکومت [طالبان] باید ټولو نجارانو ته د کار زمینه برابره کړي.»

کونړ کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي، تېر کال یې هم د مرستندویه ادارو پرمټ سلګونه بې وزله ځوانانو ته د حرفوي او مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې وه، خو د سرچینو د معلوماتو له مخې له فارغو شویو کسانو یې د ګوتو په شمار کسان په کار بوخت شوي او ګڼ نور بیا د پخوا په څېر بې روزګاره ګرځي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته