Photo: via DAWN

په شمالي وزيرستان کې اووه پاکستاني پوځيان ووژل شول

اطلاعات روز: پاکستاني رسنيو خبر ورکړی دی چې د دې هيواد د شمالي وزيرستان په مير علي سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر يوه مرکز د ځانمرګو بريدګرو په يوه بريد کې شپږ پوځيان او يو افسر وژل شوي دي.

د ډان نيوز له راپور سره سم، د پاکستان پوځ په يوه اعلاميه کې ويلي چې نن (شنبه، ۲۶ د کب) وختي د ترهګرو يوې شپږ کسيزې ډلې پر دې مرکز بريد وکړ.

له اعلاميې سره سم، پاکستاني ځواکونه توانېدل چې د لومړني بريد مخه ونيسي، خو ترهګرو په بل بريد کې له چاوديدونکو توکو ډک موټر له مرکز سره ټکر کړ او تر دې وروسته يې پر له پسې ځانمرګي بريدونه وکړل.

ويل شوي چې د دې بريد په پايله کې د ودانۍ يوه برخه له منځه تللې او پنځه تنه پوځيان وژل شوي دي. همدا راز تر دې بريد وروسته د نښتې په ترڅ کې يو بل پوځ او يو قومندان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ويلي چې د تصفيې په عملياتو کې شپږ «ترهګر» هم وژل شوي دي.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف او د دې هيواد ولسمشر اصف علي زرداري په بېلو-بېلو اعلاميو کې دا بريد غندلی دی.