هلمند کې دوه کسان د سيند اوبو وړي

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ځايي مسوولين خبر ورکوي، چې د دې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د سيند اوبو دوه کسان وړي دي.

په دې ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریيس حافظ راشد وايي، چې دغه کسان نن (دوشنبه، ۲۸ د کب) غرمه مهال د ګرشک ولسوالۍ اړوند سیند کې اوبو ډوب کړي دي.

نوموړی زیاتوي، چې یاد کسان د مازدا ډول موټر چلوونکي وو او تر اوسه یې جسدونه هم نه دي موندل شوي.

راشد د دې پیښې د څرنګوالي په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

له دې ولایت څخه بیا په یو بل خبر کې ویل شوي چې تېره شپه په ګرشک ولسوالۍ کې یو ماشوم ۷۰ متره برمې ته لویدلی او تر څو ساعتونو وروسته یې جسد را ایستل شوی دی.