اسټراليا له افغانستان سره د دریو شل اوريزو لوبو لړۍ وځنډوله

اطلاعات روز: د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې یو ځل بیا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره خپلې دوه اړخیزې شل اوریزې لوبې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعیت د خرابوالي له امله ځنډولې دي.

ټاکل شوې وه چې اسټراليا د روان کال اګست مياشت کې د افغانستان سره درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

په پام کې وه چې دغه سیالۍ د افغانستان په کوربتوب په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

له کله نه چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې دا درېیم ځل دی چې اسټرالیا د افغانستان د کرکټ له لوبو انکار کوي.

اسټراليا تر دې وړاندې په ۲۰۲۱ کال کې له يوې ټسټ لوبې او وروسته په ۲۰۲۳ کې د يو ورځنيو لوبو له لوبلړۍ پر شا شوې وه.

د اسټراليا کرکټ بورډ نن (سې‌شنبه، ۲۹ د کب) په يوه اعلاميه کې ليکلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو په تړاو يې له خپل حکومت سره مشوره کړې او ورته ويل شوي چې په ۲۰۲۳ کې د لوبلړۍ تر ځنډولو وروسته د ښځو د حقونو د نقض وضعيت نور هم بدتر شوی دی.

په اعلاميه کې ويل شوي: «د تېرو ۱۲ مياشتو پر مهال د اسټراليا کرکټ له اسټرالوي حکومت سره په افغانستان کې د وضعيت په اړه مشورې کولې. د حکومت سپارښتنه داده چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره وضعيت مخ پر خرابېدو دی. له همدې کبله موږ پر خپل پخواني دريځ ولاړ يو او د افغانستان پر خلاف دوه اړخيزه لوبلړۍ ځنډوو.»

اسټرالوي کرکټ بورډ زياته کړې، چې دوی د کرکټ له نړيوالې شورا او د افغانستان له کرکټ بورډ سره له نږدې کار کوي، تر څو داسې اقدامات وشي چې په راتلونکي کې دوه اړخيزې لوبې ترسره شي.

اسټراليا د نړيوال جام د لوبو پر مهال دوه ځله له افغانستان سره لوبې کړي، چې په وروستي ځل د کرکټ ملي لوبغاړي نوين الحق پرې نيوکې هم کړې وې.

په ۲۰۲۳ کې د اسټراليا له لوري د يو ورځنيو لوبو د لوبلړۍ تر ځنډولو وروسته ملي لوبغاړي راشد خان ګواښ کړی و، چې دی به د اسټراليا په سوداګريزو لوبو (بيګ باش) کې ګډون ونه کړي، خو نوموړي وروسته خپله پرېکړه واخيسته مګر د ژوبلېدو له کبله يې لوبې ونشوای کولای.

افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا یوازینی غړی هېواد دی چې د ښځو لوبډله نه لري.

طالبانو د حاکمیت ترلاسه کولو وروسته ښځې له لوبو کولو بندې کړې دي.  دې ډلې ښځې او نجونې له کار او زده کړو هم راګرځولې دي.