کونړ کې نږدې ۵۰۰ ښځینه او نارینه له حرفوي زده کړو فارغ شول

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د ښځو په ګډون ۴۹۰ کسان له حرفوي او مسلکي زده کړو فارغ شول.

د کونړ د کار او ټولنیزو چارو طالب رییس قاري مجیب الله عمر وایي، دغو کسانو ته شپږ میاشتې وړاندې د حرفوي زده کړو یاد پروګرام پېل شوی و، چې تېره ورځ (شنبه، ۴ د وري) پای ته ورسېد.

نوموړی زیاتوي، چې فارغ شویو کسانو ته د زده کړو زمینه د خوړو نړۍ وال پروګرام له لوري برابره شوې وه، چې هر زده کوونکي ته د اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو په موخه د میاشتې ۶۴۰۰ افغانۍ هم ورکړل شوې دي.

د ده په وینا، چې یادو ښځینه او نارینه وو ته د مبایل جوړونې، قالین اوبدلو، سلمه دوزۍ او نجارۍ په برخه کې زده کړې ورکړل شوي.

د دغه طالب چارواکي په خبره، چې په دې برنامه کې یې تر ډېره هغو کسانو ته برخه ورکړې وه، چې په وروستیو کې له پاکستانه خپل هېواد راستانه شوي وو.

په ورته مهال فارغ شوي زده کوونکي له کړیو زده کړو خوښ، خو د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې دوی ته دې په راتلوونکي کې کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکی نعمت الله چې د نجارۍ په برخه کې یې زده کړې کړي وايي، که اړوندې ادارې ورته د کار روزګار زمینه برابره کړي د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو وړتیا لري.

نوموړي وویل: « زه په یوه پښه معیوب یم، نور کار نه شم کولی، دلته مې د نجارۍ کسب زده کړ او که حکومت [طالبان] راته د کار روزګار زمینه برابره کړي کولی شم د خپل فامیل اقتصادي مشکلات حل کړم.»

محمد جمال چې د مبایل جوړونې هنر یې زده کړی وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته بې کاره وو، چې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو او اقتصادي اندېښنو د له منځه وړلو په موخه یې یاده لار غوره کړه، خو غوښتنه کوي، چې نړۍ والې مرستندویه ادارې دې نورو هغو کسانو ته هم د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي، چې کاري بوختیاوې نه لري.

کونړ کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست د معلوماتو له مخې دا مهال د نړۍ والو مرستندویه ادارو په مالي ملاتړ د یاد ولایت په مرکز اسعد اباد او ولسوالیو کې د ښځو په ګډون نږدې ۱۵ سوه کسان په بېلابېلو حرفو کې پر زده کړو بوخت دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه