Photo: wikipedia

رینا امیري: د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو احکام افغانستان بې وزله کوي

اطلاعات روز: د افغان ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو بې رحمانه او تبعیضي احکام افغانستان بې وزله او پر مرستو تکیه کوي او افغان کورنۍ له هېواده وتلو ته اړ باسي.

نوموړي تېره شپه (شنبه، ۴ د وري) پر ایکس په خپله پاڼه یوه پیغام کې له زده کړو څخه د نجونو دوامداره محرومیت زړه بوږنوونکی بللی دی.

امیري لیکلي، نړۍ له طالبانو څخه د دې غوښتنې تر شا ولاړه ده، چې هغه تخریبي فرمانونه لغوه کړي چې د ۵۰ سلنې څخه د زیات نفوس ظرفیت له منځه وړي.

هغه وويل: «د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو بې رحمانه او تبعيضي احکام افغانستان بې وزله او په مرستو پورې تړلى ساتي او افغان کورنۍ کډوالۍ ته اړوي.»

امیري لیکلي، چې د ټولو افغانانو لپاره د رسمي زده کړو هیڅ بدیل نشته دی.

طالبانو څلور ورځې وړاندې په افغانستان کې د پرلپسې دریم کال لپاره نوی ښوونیز کال د نجونو له شتون پرته پېل کړ.

دغې ډلې پر افغانستان د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې له شپږم ټولي پورته نجونې تر «امر ثاني» ښوونځي ته له تلو منعه کړې.

له هغه وروسته طالبانو د نجونو پرمخ پوهنتونونه او خصوصي ښوونځي هم وتړل.

د دغې ډلې له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی او د نړۍ ډېرو هېوادونو د دې بندیزونو لغوه کول له دغې ډلې سره د اړیکو د عادي کولو لپاره یو له شرطونو څخه ګڼلي دي.

په تیرو دریو کلونو کې افغان ښاروندو په وار وار د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

خو، طالبانو تر اوسه په دې برخه کې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنو ته پام نه دی کړی.