هلمند کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن وژل شوی

اطلاعات روز: د طالبانو د هلمند د والي وياند قاسم رياض ويلي چې د هلمند د واشير ولسوالۍ اړوند پر لويه لار د «شوراب» او «کمپنۍ» تر منځ سيمه کې د ترافيکي حادثې له امله يو تن ژول شوی دی.

د نن ورځې (یکشنبه، ۵ د وري) په پېښه کې يوه ۴۰۴ بس ډوله موټر يو کس وهلی او وژلی يې دی.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د دې ولایت د ګرشک ولسوالۍ په «یخچال» سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۱ تنه وژل شوي او ۱۱ تنه ژوبل شوي وو.