نورستان کې د دوو کسانو ترمنځ شخړه کې یو کس ووژل شو

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د دوو کسانو ترمنځ د پور پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی.

د نورستان د امنیې قومندانۍ ویاند ابوالیمان وایي، دغه پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۶ د وري) ماښام ۵:۳۰ بجې د کامدېش ولسوالۍ په «چپو» کلي کې را منځته شوې.

نوموړی زیاتوي، چې شخړه د شعیب او محمد ادریس په نومونو د ځایي اوسېدونکو ترمنځ شوې، چې په پایله کې شعیب وژل شوی دی.

د نوموړي په خبره، په قتل تورن د پېښې له ځایه تېښته کړې او طالب سرتېري یې د نیولو په هڅه کې دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هیواد کې فقر، بې کاري او اقتصاي ستونزې زیاتې شوي چې ډیر کله یې له امله داسې پیښې رامنځته کېږي.